د کووید-۱۹ واکسین ترلاسه کول: تمه مو څه ده | Getting your COVID-19 vaccine: what to expect

خوندي کول

د کووید-۱۹ واکسین وړیا دی او هر نیوزیلندي وګړیي ورته لاسرسی لري.

واکسین ستاسو د بدن له طبیعي دفاع سره د کار کولو له لارې تاسو روغ ساتي او د ناروغیو مخنیوی کوي، له همدې امله که چیرې تاسو واکسین کړی وي، نو تاسو دیې ته چمتو کیږی چې له وایرس سره مقابله وکړی.

د کووید-۱۹ واکسین ستاسو د بدن پر محافظتي سیستم کار کوي ترڅو د کووید-۱۹ وایرس په وړاندې ستاسو په بدن کې انتي بادی او د وینې حجرې تولید کړي.

د کووید-۱۹ واکسین کول یو مهم ګام دی چې تاسو کولی شی په مټ یې ځان د وایرس له اغیزو په امان کې وساتی.

کله چې تاسو واکسین شوی، هڅه وکړئ چې د کووید-۱۹ د خپرولو د مخنیوي لپاره احتیاطي اقداماتو ته دوام ورکړئ. په سمه طریقه خپل لاسونه مینځئ او وچوئ یې. کله چې ټوخیږی او پرنجیږی، نو خپل څنګله خولې او پځې ته نیسئ او که د ناروغۍ احساس کوۍ نو په کور پاتې شئ. دا به د ځان، ستاسو whānau او نورو په روغ ساتلو کې له تاسو سره مرسته وکړي.

د کووید له څارونکي اپ څخه استفادی ته دوام ورکړئ، د خپل ټیلفون بلوتوث فعاله وساتئ، او که مو خوښه وي نو خپل مخ په ماسک او یا کوم دستمال وپوښوئ.

ساتنه

کله چې Medsafe د کوم واکسین د موثریت او ساتونکي ظرفیت څخه رضایت وښود، نو په نیوزیلند کې به یې د تطبیق لپاره اجازه ورکړي. د کووید-۱۹ ټوله واکسینونه به د ازموینې له یوه پړاوه تیریږي او دا واکسینونه باید له اړینو ستندردونو سره برابر وي.

د فایزر واکسین

دا واکسین به تاسو ته کووید-۱۹ ونه درکوي. تاسو د دې واکسین دوو ډوزونو ته اړتیا لري، د هر ډوز ترمنځ باید درې اونۍ فاصله وي. د دې لپاره چې مطمن شی چې ستاسو بدن خوندي شوی، ځان په دې مطمن کړئ چې تاسو د وکسین دواړه ډوزونه په ځان تطبیق کړئ.

که چیرې په خپل وخت یې نه شی کولی، نو ژر تر ژره یې د بل وخت لپاره پلان کړئ.

هغه مسایل چې له واکسین کولو دمخه یې باید په پام کې ونیسی

که چیرې تاسو پخوا له کوم واکسین او یا د پیچکارۍ له زرق سره جدي او یا لڼډمهالی حساسیت درلودلی وي، نو مهرباني وکړئ دا مسله خپل واکسیناتور ته ووایئ.

که چیرې تاسو د وینې ټینګوالي د کمولو د درملنې په حال کې یې او یا د وینې جریان مو نامنظم وي، نو مهرباني وکړئ دا مسله له خپل واکسیناتور سره شریکه کړئ ترڅو هغه پرې خبر وي.

که چیرې تاسو امیدواره یاست، نو مهربانې وکړئ له خپل واکسیناتور، معالج ډاکټر او قابلې سره په دی اړه خبرې وکړئ.

د اوس لپاره موږ له ۱۲ کلونو کم عمر لرونکو خلکو ته د فایزر واکسین د کولو سپارښتنه نه کوو.

که چیرې تاسو د کووید-۱۹ نښې نښانې لري، ځان معاینه کړئ او ترهغو په کور پاتې شئ چې د خپلې معاینې نتیجه ترلاسه کړی. کله چې ستاسو د معاینې نتیجه منفي وه، نو تاسو کولی شی چې ځان واکسین کړی.

له واکسین وروسته به څه کیږي؟

له واکسین وروسته باید شل دقیقې انتظار وکړئ ترڅو روغتیایي کارکونکي تاسو معاینه کړي چې کوم جدي حساسیت ونلري.

که چیرې تاسو له وړاندې د واکسین او کوم بل شی په وړاندې شدید حساسیت درلوده، یا ستاسو د واکسین کولو وروسته سفر کولو لپاره اوږده لاره لرئ، نو تاسو د اوږدې مودې څار ته اړتیا لري.

احتمالي جانبي عوارض

د ټولو د درملو په څېر، دا واکسین کېدای شي په ځينو خلکو د جانبي عوارضو سبب شي. دا حساسیتونه یوه طبیعي خبره ده او معمولاً لڼډمهاله وي او د ډیرې مودې لپاره دوام نکوي، تاسو د دویم ډوز له ترلاسه کولو او یا د ورځنیو چارو له ترسره کولو نه راګرځوي.

د واکسین په وړاندې د بدن تر ټولو عام عکس العمل د بدن په واکسین شوي ځای کې درد، سردرد او د ستړیا احساس دی.

د عضلاتو دردونه، د نا ارامۍ احساس، یخنۍ، تبه او د زړه بد والي هغه څه دی چې سړی ورسره مخ کیږي. دا علایم د دې ښودنه کوي چې واکسین موثر واقع شوی. دغه راز نښې نښانې معمولاً د واکسین د دویم ډوز له کولو وروسته راپور شوي.

کیدای شي تاسو د واکسین د ځینو جانبي عوارضو له امله د لڼډ مهال لپاره موټر ونه چلولی شی او یا نوره ماشینري ونه کارولی شی.

له واکسین سره به تاسو جدي حساسیت وښیی، خو دا حالت ډیر نادره وي. د دغه راز یو وضعیت د مدیریت لپاره زموږ واکسیناتوران روزل شوي دي.

لا زیاته مرسته او معلومات

که چیرې تاسو له داسې نښو نښانو سره مخ کیږی چې لامل یې د کووید-۱۹ واکسین وي، لکه دوامداره ټوخی چې تاسو نوي ورسره مخ شوي یی، په بدن کې اوچت حرارت/تبه او یا ستاسو د ذایقې او بویایي حسونو کمزوري کیدل او یا له کاره لویدل، نو په کور پاتې شئ او د کووید-۱۹ معاینات وکړئ.

که چیرې تاسو د خپلو نښو نښانو په اړه شک لری او یا دا نښې نښانې لا پسې جدي کیږي، نو په ۵۴۵۳ ۳۵۸ ۰۸۰۰ شمیرې له صحي برخې سره اړیکه ونیسئ.

که چیرې تاسو د ځان د خوندي تابه په اړه جدي اندیښنه لری، نو ۱۱۱ شمیرې سره اړیکه ونیسئ، او دا ورته ووایئ چې تاسو د کووید-۱۹ واکسین کړی، ترڅو هغوی ستاسو روغتیایي وضعیت په خاص ډول وڅیړي.

د سمو معلوماتو ترلاسه کول اړین دی

په ټولنیزو رسنیو او نورو برخو کې د ناسمو معلوماتو په باب ځان خبر کړئ.

تاسو کولی شی سم او د باور وړ معلومات له دې ځایه ترلاسه کړی:

covid19.govt.nz/vaccine

health.govt.nz/covid-vaccine (external link)

او یا له روغتیایي برخې سره په دې شمیره ۵۴۵۳ ۳۵۸ ۰۸۰۰ په اړیکه کې شي.

Last updated: