له واکسین وروسته | After your vaccination

دا څه وخت پیلیږی څه شي در سره مرسته کولی شي تاسو به څنګه احساس کوی
د ۶ او ۲۴ ساعتونو په جریان کې د لنډ وخت لپاره د بدن پر واکسین شوي ځای یو نم جن او سوړ ټوکر، او یا د یخ ټوټه ونیسئ

د بدن واکسین شوی ځای مه موښئ او مساج مه ورکوئ
د بدن په واکسین شوي ځای کې درد، د سر درد او د ستړیا احساس

دا د واکسین د جانبي عوارضو تر ټولو عام تاثیرات دي چې تر اوسه راپور شوی
د ۶ او ۴۸ ساعتونو په جریان کې

استراحت وکړئ او په کافي اندازه مایعات وڅښکئ

پاراسټیمول یا ابیوپروفین اخیستل کیدی شي، د جوړونکي لارښوونې تعقیب کړئ

که چیرې نښې مو خراب شو نو له خپلو روغتیایي متخصصینو څخه مشوره وغواړئ

د عضلاتو دردونه، د نا ارامۍ احساس، یخنۍ، تبه او د زړه بد والي هغه څه دی چې سړی ورسره مخ کیږي


د ټولو د درملو په څېر، دا واکسین کېدای شي په ځينو خلکو د جانبي عوارضو سبب شي. دا د درملو په وړاندې د بدن عادي غبرګون دی او د دې ښودنه کوي چې واکسین موثر واقع شوی.

د واکسین جانبي عوارض معمولاً ملایم وي، د ډیرې مودې لپاره دوام نکوي او د دې لامل نکیږي چې تاسو دې د واکسین دویم ډوز وانخلۍ او یا دې ستاسو په ورځنیو چارو اغیر وکړي.

د واکسین جانبي عوارض د دویم ډوز له اخیستو وروسته هم معمولي مسله ده.

د جدي حساسیتونو رامنځته کیدل ممکن دي، خو ډیر کم رامنځته کیږي. نیوزیلندي واکسین کونکي د دغه راز حساسیتونو د مدیریت او کنټرول لپاره روزل شوي. د ځینې جانبي عوارض شاید د دې لامل شي چې یو شخص د لنډې مودې لپاره موټر ونشي چلولی او له ماشینري هم کار وانخیستلی شي. په احتمالي پیښه کې چې دا کار وشی، مهرباني وکړئ مسله د خپل کار له څښتن سره شریکه کړئ.

که تاسو لکه دوامداره ټوخۍ، د بدن حرارت ډیروالی/ تبه، او که مو د ذایقې او بوی حس کمزوری کیږي او یا په بشپړ ډول کار پریږدي او داسې نښې نښانې وینی چې له کووید-۱۹ سره تړاو ولري، په کور پاتې شئ او د کووید-۱۹ معاینات وکړئ.

که چیرې مو د کووید-۱۹ واکسین په وړاندې د غیر متوقع عکس العمل وښود، نو ستاسو واکسیناتور یا د روغتیا مسلکي باید د ناڅاپي عکس العمل څارنې مرکز ته راپور ورکړي.

دغه راز تاسو کولی شی د دغه مرکز له انلاین فورم څخه په استفادې د هر راز ناڅاپي حساسیت په باب د وبسایت: otago.ac.nz/carm (external link)له لارې هم دد ناڅاپي عکس العمل څارنې مرکز ته راپور ورکړي.

که چیرې تاسو د خپل حساسیت د علایمو په باب مطمین نه یاست او یا ستاسو حساسیت جدي کیږي، له خپل معالج ډاکټر سره خبرې وکړئ او یا په دغه روغتیایي شمیره ۵۴۵۳ ۳۵۸ ۰۸۰۰سره په اړیکه کې شئ.

که چیرې تاسو د ځان د خونديتابه په باب بیړنۍ اندیښنه لري، نو ۱۱۱ شمیره سره په اړیکه کې شئ او ورته ووایئ چې تاسو د کووید-۱۹ واکسین کړی، ترڅو هغوی ستاسو ستونزه په دقت سره وڅیړي.

واکسین د هرې کچې عمر لرونکی کسان د شري او ذکام په څیر د نورو ساري ناروغیو په وړاندې هم خوندي کوي.

له خپلو روغتیا پالانو سره د خبرو له لارې دا یقیني کړي چې تاسو او ستاسو د کورنۍ غړو د واکسین نوې بڼه ترلاسه کړې.
د لا زیاتو معلوماتو لپارهhealth.govt.nz/immunization (external link) سایت ته مراجعه وکړئ.

کله مو چې د کووید-۱۹ دویم ډوز واکسین په ځان تطبیق کړ، نو کم تر کمه تر دوو اونیو باید کوم بل واکسین پر ځان تطبیق نکړئ.